سرپل کې امنیتي ځواکونو په واورو کې ایسار ۹ تنه ژغورلي

کابل، د کب ۱۲مه، باختر
د سرپل ولایت په سید آباد ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو له لوري په واورو کې ایسارې درې کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۹ تنه کېږي ژغورلې دي.
د دغه ولایت والي محمد یعقوب عبدالرحمن اکه چې د دغو کسانو د ژغورلو په موخه سیمې ته تللی و وايي چې د ۵ ماشومانو او ۳ مېرمنو په ګډون دغه ۹ کسان د سید آباد ولسوالۍ په غجر سیمه کې د وروستیو ۶ ورځو واورو اورېدو له امله بند پاتې شوي وو د امنیتي ځواکونو له لوري د دوو ورځو پرله پسې هڅو وروسته ژغورل شوي دي.
د یادونې وړ ده چې پرون هم د دغه ولایت په کوهستانات او سوزمه قلعه ولسوالیو کې په واورو کې ایسار ۲۳ تنه ژغورل شوي وو.