سرپل؛ ولایتي زندان څخه ٥١ بنديان خوشې شوي

کابل، د مرغومي ۲۱مه، باختر
د افغانستان اسلامي امارت سترې محکمې د ۱۴۴۶ هجري قمري کال د جماديالاول په ۱۲مه نېټه د سرپل ولایت په زندان کې د ۹۰ بنديانو لپاره د بښنې او د جزا تخفیف اعلان کړ.
د سرپل ولایت ویاند مولوي حبیبالله مسرور وایي چې د دې پرېکړې له مخې، ۵۱ بنديان د بښنې په اساس له زندانه آزاد شول او ۳۹ نورو بنديانو ته د جزا تخفیف ورکړل شو.
نوموړي زیاته کړه چې دغه پرېکړه د عدالتي اصولو او انساني حقونو په پام کې نیولو سره د اسلامي امارت اړوندو ادارو د دقیقې ارزونې او تایید وروسته شوې ده.
د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم اسلامي امارت د ځانګړو مناسبتونو په ترڅ کې د سرپل ولایت په زندان کې بنديانو ته د بښنې او د جزا تخفیف پرېکړې عملي کړې دي.