سريلانکا په بيلابيلو برخوکې خپلې تجربې له افغانستان سره شريکوي .
کابل باختر د مرغومي څلورمه
دافغانستان دبهرنيوچارو وزير ډاکتر زلمي رسول چې ديو رسمي سفر لپاره سريلانکا ته تللي و ددغه هيواد له جمهور رييس او ددفاع او داقتصادي پرمختيا له وزيرانو سره په جلا جلا توګه وکتل .
دبهرنيوچارو وزارت داطلاعاتو او خپرونو مديريت باختر اژانس ته خبرورکړ: دسريلانکا دسوسيالسيتي دموکراتيک جمهوريت له جمهور رييس مهيندراراجا پاکسا سره په کتنه کې، زلمي رسول په دې ترڅ کې چې دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس دبلنې پيغام ده ته وړاندې کړل او له دې امله يې چې دافغانستان دبهرنيو چارو دلومړي وزير په توګه يې دغه هيواد ته سفر کړى دى خوښي څرګنده کړه .
ډاکتر رسول وويل سريلانکا ته په سفر او ستاسو دهيواد له مقاماتو سره په کتنه کې په سياسي ، اقتصادي او فرهنګي برخو کې ددوه اړخيزو همکاريو په ګډون دبيلابيلو موضوعګانو په باب هراړخيزې خبرې وشوې او داچې په نتيجه کې يې په اقتصادي ، تعليمي او تکنالوژيکي برخوکې دهمکاري موافقه ليک او ددواړو هيوادونو ترمنځ دفرهنګي همکاريو تفاهم ليک لاسليک شول زموږ لپاره دخوشحالي ځاى دى .
دغه راز دبهرنيو چارووزير له بهرنيو ځواکونو څخه افغان امنيتي ځواکونو ته دامنيتي مسووليتونو دليږدونې دپروګرام اوله وسله والومخالفينو سره دسولې اوخبرو د بهير په اړوند دسريلانکا جمهور رييس ته معلومات وړاندې کړل .
دسريلانکا جمهور رييس په تيرو لسو کلونوکې دافغانستان ددولت دبرياليتوبونو له امله دخوښئ دڅرګندولوپه ترڅ کې په بيلابيلو برخو کې دافغانستان له دولت اوخلکو سره دهمکاري لپاره دخپل هيواد تياري څرګند کړ:ده وويل موږ تيار يوچې په بيلابيلوبرخوکې خپلې تجربې له افغانستان سره شريکې کړو .
ډاکتر رسول دسريلانکا ددفاع له وزير سره په جلا کتنه کې دښوونې او روزنې دبرخې په ګډون ددواړو هيوادونو ترمنځ دامنيتي همکاريو دپياوړتيا په باب خبرې وکړې .
دسريلانکا داقتصادي پرمختيا له وزير سره په کتنه کې دظرفيت دلوړولو او دافغانستان دبنسټونو د جوړولو په لاره کې زموږ هيواد ته دمسلکي او ماهرو کادرونو دراستولو په لاره کې له افغانستان سره دسريلانکا دتجربو دشريکولو غوښتنه وکړه .
دغه راز دواړو هيوادونو موافقه وکړه چې په کابل او کولمبو کې خپلې سياسي نمايندګي جوړې کړي .