فرهنګ

سريلانکا د هغه کنفرانس کوربه و چې د نړۍ د ودې او پرمختيا د زرکلن پلان په باب پکې خبرې وشوې

کابل- باختر د ثور دمياشتې ٢١
دغه کنفرانس د ځوانانو د وزيرانو د ملګرو ملتو د سازمان او د مدني ټولنې د استازو په ګدون په سريلانکارکې جوړ شو.
دباختر آژانس د خبرله مخې: په دې کنفرانس کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو دچارو معين تيمورشا اسحق زي او دمدني ټولنې دبېلابېلوبرخو دمرکزونو يو شمېر ځوانانو ګډون کړى و. کنفرانس د سريلانکا د جمهور رييس په وينا سره پيل شو.
په دې کنفرانس کې د افغانستان په استازيتوب د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو د چارو معين تيمورشاه اسحق زي خبرې وکړې او د ملګروملتو دسازمان له زرکلنو پروګرامونو سره سره يې د افغانستان د دولت او ځوانانو بشپړملاتړ څرګندکړ او د وزګارتيا، د لورو زده کړو، ښوونې او روزنې او ټولنيزو ستونزو د افغانستان د ځوانانوله ستونزو سره اړيکه ونيوله. دملګرو ملتو له سازمان څخه يې وغوښتل چې د (ام .ډي. جي ٢٠١٥ تر ٢٠٢٠ ) کال پورې په پنځه کلن عملي پلان کې په دې ترڅ کې چې پروګرامونه جوړکړي؛ زياته بودجه او امکانات د ځوانانو په واک کې ورکړى شي او نړۍ بايد په افغانستان کې د سولې د بهيرملاتړ وکړي ځکه په افغانستان کې نا امنۍ به نه يواځې په سيمه بلکې په نړۍ کې د نا امنۍ سبب شي.
ده وويل: د افغانستان د ځوانانو پاليسۍ هم د کابينې ترڅيړنې لاندې ده او ډير ژر تصويبيږي .
دغه راز د ځوانانو د چارو معين دکنفرانس ترڅنګ د سريلانکا له جمهور رييس سره لنډه کتنه وکړه او په ځوانانو پورې د اړوندو موضوعګانو او د افغانستان له ځوانانو سره د دغه هيواد د مرستو په باب خبرې وشوې.
تيمورشاه اسحق زي دغه راز د ځوانانولپاره دملګرو ملتو دسازمان له سکرټرجنرال او د ځوانانو په چاروکې د بان کي مون له ځانګړي استازي احمد الهندوي سره وکتل چې په دې کتنه کې د افغانستان ځوانانوته د ملګرو ملتو د سازمان د پروګرامونو په باب خبرې وشوې او احمد الهندوى له اسحق زي سره په کتنه کې موافقه ته ورسيد چې بايد د ملګرو ملتو سازمان په افغانستان کې ځوانانو ته زياته پاملرنه وکړي.
په دې کنفرانس کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دځوانانو دچارو معين دځوانانو په برخه کې د مشخصو پروګرامونو غوښتنه وکړه.
دغه راز د سريلانکا د ځوانانو او د ځوانانو د مهارتونو د پرمختيا له وزير دالاس الهاب پروما سره د اسحق زي په بله اختصاصي غونډه کې د دواړو هيوادونو د ځوانانو ترمنځ د اړيکو د متقابل مرستو د دوام او د تجربو د تبادلې په باب خبرې وشوې.
دغه راز د سريلانکا د ځوانانو او د ځوانانو د مهارتونو د پرمختيا وزير څرګنده کړه: څه موده مخکې يې يوه موافقه ليک د افغانستان د جمهور رييس حامدکرزي په وړاندې يې د افغانستان د بهرنيو چارو له وزيرسره د ځوانانو په باب د دواړو هيوادونو لاس ليک کړ چې د اساسي همکاريو په باب خبرې وکړو او عملي پلانونه جوړ کړو چې مشخصه شي چې موږ په کومو برخوکې د افغانستان له ځوانانو سره همکاري وکړو.
اسحق زي دغه راز د سوماليا د ورزش او ځوانانو له وزير ډاکتر خالد عمرعلي او د بلغاريا د ورزش او ځوانانو وزارت له معينې ميرمن ماياتوروا سره وکتل.
اسحق زي د سريلانکا د ځوانانو پارلمان هم وکوت.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته