خبرونهنړۍ

سره بحیره کې د امریکا سمندري بېړۍ په نښه شوې

نړۍ، د غبرګولي ۱۳ مه، باختر

د یمن حوثي وسلوالو ویاند یحیی سریع په یو بیان کې ویلي، چې سره بحیره کې یې د امریکا متحده ایالاتو د ایزنهاور سمندري ځواکونو یوه بېړۍ، چې د جنګي الوتکو د ناستې او الوتنې وړتیا هم لري، په نښه کړې او زیان یې وراړولی دی.

خو د امریکا د پوځ مرکزي قومندانۍ بیا خبر ورکړی، چې حوثي وسلوالو دوه فایره بالیستیک توغندي د دوی د بېړۍ پر لور توغولي.

امریکایي پوځ دغه راز ویلي چې د ځینو توغول شويو توغندیو او ډرون مخه یې هم نیولې ده.

حوثي وسلوال دغه بریدونه په غزه کې د فلسطینینانو پر ملاتړ او اسرایلو پر ضد ترسره کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته