سرحدي پوليسو په کونړ کې په جنګي وسايلو بار يو موټر کشف کړ
کابل باختر دتلې دمياشتې ٢١ :
د طالبانو په جنګي وسايلو بار يو موټر تيره شپه دکونړ ولايت په دانګام ولسوالۍ کې د سرحدي پوليسو له خوا کشف شو.
دسرحدي پوليسو د ٣٠١ زون درستيزوال سمونوال محمدايوب حسين دباخترآژانس خبريال ته وويل : دغه موټر دکونړ ولايت دانګام ولسوالۍ د دوبنده په ساحه کې دپوليسو دپلټنې په وخت کې کشف شوى دى .
يوه اړونده خبرځاى وويل : طالبانو غوښتل دغه جنګي وسايل دورانکارو او تروريستي فعاليتونو دترسره کولو په مقصد خپلو پټنځايونو ته وليږدوى چې دسرحدي پوليسو له خوا وپيژندل شو او ضبط شو.
خبرځاى زياتوي چې دقضيې په اړوند تراوسه پورې څوک نه دي نيول شوي او دپيښې دعاملينو دنيولو په مقصد هڅې پيل شوي دي .