امنیت

سرحدي پوليسو په افغانستان کې د انتخاباتو د امنيت په تامينولوکې تيارى څرګند کړ

کابل باختر دوري دمياشتې لومړي نيټه :
سرحدي پوليس هلې ځلې کوي په افغانستان کې د انتخاباتي مرکزونو د امنيت په تامينولوکې ښه ونډه ولري .
دکورنيوچارو وزارت دسرحدي پوليسو لوى رييس جنرال محمد شفيق فضلي د هرات د کهسان ولسوالۍ په سرحدي سيمه کې د څلورمې سرحدي لوا دځواکونو کړو وړو د څيړنو پرمهال، دغو ځواکونو د انتخاباتو په امنيتي پروګرامونوکې دخپلو بشپړو تياريو  ډاډ ورکړ.
د سرحدي پوليسو د څلورمې لوا قوماندان مل پاسوال محمدجمعه عديل ډاډ ورکړ چې د پوليسو سرحدي ځواکونه له ټول توان سره به په انتخاباتي مرکزونوکې د امنيتي حالت په ښه والي کې رول ولري.
دکورنيو چارو وزارت د سرحدي پوليسودلوى رييس د څرګندونوله مخې: په زرګونو تنه سرحدي ځواکونه په افغانستان کې د خوندي انتخاباتو د ترسره کولو لپاره د امنيت د تامينولو په حال کې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته