سیاست

سرتاج عزيز:دافغانستان نامشخص حالت موږ ته يو ستر چلنج دى

کابل – باختر دمرغومې دمياشتې ٧
په ملي امنيت او په بهرنيو چارو کې دپاکستان دصدراعطم سترسلاکارسرتاج عزيز ويلې دې چې دافغانستان نامشخص حالت موږ ته يو ستر چلنج  دى .
دباختر آژانس دخبرله مخې :
سرتاج عزيز پرون په اسلام آباد کې په ټينګار سره څرګنده کړه چې په افغانستان  کې نامشخص حالت د پاکستان لپاره يو ستر چلنج بلل کيږي  .
په همدې حال کې پاکستان په افغانستان کې دسولې د پياوړتيا په مقصد په صادقانه همکارۍ ژمن دى چې دغه بدلون د ټولې سيمې دپرمختګ لپاره  هم حياتي دى .
خو دکارپوهانو په باور په افغانستان کې حالت مشخص دى دچارو دکارپوهانو سند،  تحليلونه – رپوټونه او نظريې ددغې موضوع مصداق دى  چې که چيرې پاکستان په افغانستان کې دسولې دتامينولو او له ډاراچوونکو سره په مبارزه کې په صادقانه ډول عمل وکړي او په غوڅه  توګه او له هغو مفکورو څخه خلاص  چې دسيمې په وړاندې ددغه هيواد دنظامي ستراتيژي د ژورتيا په باب فکر وکړي   او اوسنى بحران حل کيږي  . په نږدې راتلونکې کې سيمه دجګړې او ډار اچونې پرځاى دسالمو تجارتي او اقتصادي سياليو په  ډګر بدليږي  چې له ګومان پرته ډله ييزه سوکالۍ ،  ترقي او پرمختګ دسيمې دخلکو په برخه شي .
په هر صورت په افغانستان کې حالت مشخص دى ځکه کله چې ټاکلې کړۍ د ډار اچونکو له ملاتړ څخه لاس واخلي  په هغه صورت کې نه يوازې په افغانستان کې بلکې په پاکستان کې هم سوله  تامينيږي او دغه دواړه  ملتونه چې د دغې پديدې پرخلاف جګړه کې يې زياتې قربانۍ ورکړي دي آراميږي  او په پاى کې  دا  چې استخباراتي او سياسي او په سياسي معادلو کې له ډار اچوونکو څخه دوسيلې په توګه کار اخستل هم افغانستان او هم پاکستان ته چلنج  پيدا کوي   چې دغوټۍ  خلاصون يې د ډار اچوونکو په هغوځالو او پټنځايونو پورې اړه پيدا کوې چې په پاکستان کې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته