ستولتینبرګ: ناټو له افغانستان سره ټینګ مشارکت ته ژمنه ده
کابل/ د غبرګولي ۵مه/ باختر
د ناټو سکرټر جنرال ستولتینبرګ نن د پرتګال له صدراعظم انتونیو کاستا سره په ګډ خبري کنفرانس کې وویل: موږ د افغانستان په اړه هم خبرې وکړې. له هغه هېواده زموږ د ځواکونو وتل په همغږې توګه دوام لري.
هغه زیاته کړه: له دې سره جوخت ناټو له افغانستان سره خپل ټینګ مشارکت ته ژمنه ده. او په دې کې د افغان امنیتي ځواکونو روزل او مالي ملاتړ دوام او همدارنګه د تلپاتې سولې پر لور د ټولو هڅو ملاتړ شامل دی.