سیاست

ستر جنرال عبدالرشيد دوستم : په نږدې راتلوونکې کې په سلګونو تنه وسله وال مخالفين له دولت سره يوځاى کيږي .

کابل باختر دمرغومى  پنځه ويشتمه :
دجمهوري رياست لومړي مرستيال ستر جنرال عبدالرشيد دوستم پرون مازيګر دفارياب او بادغيس دولايتونو دقومونو له استازو او له سيمه ئيزو قوماندانانو سره دصدارت دګلخانې په ماڼې کې وکتل .
دجمهوري رياست  مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ: دجمهوري رياست لومړي مرستيال  دفارياب او بادغيس دولايتونو دبيلابيلو قومونوله استازو او له سيمه ئيزو قوماندانانو سره په کتنه کې په دغه ولايت کې دسيمه ئيزو او امنيتي ستونزو مسئلو ته اشاره وکړه اوزياته يې کړه چې تاسو په تيرو ديارلسو کلونوکې دسيمه ئيزو او امنيتي امکاناتو په نه شتون کې  زياتې ستونزې اوکړاونه ګاللي دي. په دې پوهيږم چې تراوسه پورې ستاسوپه سيموکې  دبې امنۍ او نه پاملرنې په دلايلو دکلينيکونو ، ښوونځيو ، روغتونونو او آن دمواصلاتي لارو په ګډون حياتي امکانات نه دي برابر شوي چې دې کارپه خپله دخلکو ترمنځ دناخوښيو  زمينه برابره کړې ده ؛ له تاسو سره ژمنه کوم چې ستاسو ټولې ستونزې به په ډير لنډ ممکن وخت کې حل او سوکاله ژوندانه ته  به ورسيږي .
دجمهوري رياست لومړي مرستيال  دغه راز خلک ملي وحدت ته راوبلل او دهغې امنيتي طرحې په باب  چې په ډير لنډ ممکن وخت کې به حکومت هغه عملي کړي برخه والو ته خبر ورکړ او خلک يې يو والي  او پيوستون ته راوبلل .
دجمهوري رياست لومړي مرستيال  دډار اچوونکو  په وړاندې د وګړنيو پاڅونونو له امله  خوښي  څرګنده کړه او ويې ويل چې  دفارياب او بادغيس په ولايتونوکې دغه پاڅونونه دپيليدو  په حال کې دي او دغه راز  دخوشحالۍ  خبره داچې په نږدې  راتلوونکې  کې  به په سلګونو تنه وسله وال مخالفين له دولت سره يوځاى شي چې دلوى خداى ( ج )  په مرسته  په نړۍ  په ډير  لنډ ممکن وخت کې  د سترو برياليتوبونو ډګر وي چې داپه خپله  دتاسو دديندارو او هيواد پالو خلکو په مرسته  په ټول  هيواد کې دودې او ترقۍ زمينه برابروي او دهيلې دريڅه پرانيزي  .
دجمهوري رياست لومړي مرستيال دحکومت له خوا دامنيتې پلان دتطبيق  په بهير کې  خلک مسووليت  مننې ته وبلل او ويې ويل  چې تاسې بايد له امنيتي  ځواکونوسره اوږه په اوږه خپله ملي وجيبه  ترسره کړئ  او هيڅکله  ددښمن  له خوا چې له توطيوسره به يوځاى  وي مه غوليږۍ ؛ ځکه ستاسو مسووليت  ستاسو له برياليتوبونو څخه  دروند دى .
يوبل په غيږکې ونيسئ  او ټول سوله ئيز ژوندانه ته راوبولۍ.
  وروسته رحمت  الله ترکستاني دنورو په استازيتوب خبرې وکړې او ژمنه يې وکړه چې دفارياب او دبادغيس دولايتونوخلک دملي وحدت دحکومت تر څنګ  ولاړ دي او په اتفاق سره او اوږه په اوږه دهيواد او خلکو ددښمنانو په وړاندې به له هيڅ  راز سرښندنې  او ځان  تيريدنې  څخه ډډه ونه کړي .
  ستر جنرال عبدالرشيد دوستم يوځل بيا دخلکو ستونزو ته اشاره وکړه او ژمنه يې وکړه چې دخلکو په لارې پرسر ټول خنډونه  او ستونزې  په ډير لنډ ممکن وخت کې  له منځه لاړې شي او سوکاله اونيکمرغه ژوند دافغانستان دخلکو په برخه کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته