ستر جنرال عبدالرشيد دوستم د يو شمېر ولايتونو له ګڼ شمېرعالمانو،سپين ږيرو او ځوانانو سره وکتل

کابل – باختر د تلې دمياشتې ٢٢
دجمهوري رياست لومړي مرستيال ستر جنرال عبدالرشيد دوستم نن له غرمې وروسته د کندز ، جوزجان، سرپل ، فارياب ، بادغيس ، هرات او د هلمند د ولايتونو د ترکمن او ازبک قومونو له ګڼ شمېر عالمانو، سپين ږيرو او ځوانانو سره د صدارت د کنفرانسونو په سالون کې وکتل او له هغوى سره يې په هيوادکې د روانو حالاتو او د ملي وحدت د حکومت د جوړولو په باب خبرې وکړې.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د دغې کتنې پيل کې د جمهوري رياست لومړي مرستيال د جمهوري رياست د انتخاباتو د برياليتوب او د ملي وحدت د حکومت د جوړولو له امله د مجلس  برخه والو ته مبارکي وويله او زياته يې کړه چې د افغانستان د تاسو پتمنو خلکو سرښندنه او ځان تيريدنه د دې سبب شوه چې انتخاب زموږ د خلکو په ملي جشن بدل شي.
د جمهوري رياست مرستيال زياته کړه چې موږ د انتخاباتي مبارزو په دوران کې له خلکو سره ژمنه کړې وه چې له برياليتوب وروسته د ارګ، خلکو او جوماتونو ترمنځ واټن له منځه وړو.
دغه راز خلکو ته مو ډاډ ورکړى و چې تاسوته امنيت په سوغات راوړو چې بچيان مو په ښوونځيو ، مدرسو او پوهنتونونوکې زده کړه وکړي او د ځان او د خپل هيواد د نن او سبا لپاره کار وکړي. موږ په خپلو ژمنو ولاړ يو او هغه به عملي کړو.
د جمهوري رياست لومړي مرستيال څرګنده کړه چې اوسني حکومت د افغانستان د خلکو د ټولو شهيدانو د وينې محصول دى او موږ د خپل ګران هيواد د شهيدانو د وينې د ساتنې لپاره مکلف يو او قدر يې کوو.
د جمهوري رياست لومړي مرستيال زياته کړه چې اداري فساد زموږ خلک ناهيلې کړي دي او موږ دغه مصيبت له منځه وړو او د کابل بانک د لوټولو د دوسيې څيړنه هم بيلګه يې ده چې تاسې خلک په خپل دولت باور ولرئ.
د جمهوري رياست لومړي مرستيال زياته کړه چې د افغانستان ښځو د هيواد په انتخاباتوکې ستره ونډه لرله او د ملي وحدت حکومت به دغې مسئلې ته پاملرنه وکړي او په نوى حکومت کې به هم د ښحو رول انډوليز وي.
د جمهوري رياست لومړي مرستيال د افغانستان امنيتي ځواکونه د هيواد رښتيني بچيان وبلل او يادونه يې وکړه چې دغو ځواکونو نور د دې ځواکمني پيدا کړې ده چې خپل تدافعي حالت بدل کړي او د لوى خداى (ج) په توفيق د خپل هيواد په دښمنانو بريد وکړي او بريالي شي.
د جمهوري رياست لومړي مرستيال ، ځوانان زموږ د هيواد رغنده ځواکونه وبلل او هغوى ته په خطاب کې وويل چې موږ به تاسوته د زده کړې او تحصيل ښې زمينې برابرې کړو.
په دغو کتنوکې څو تنو برخه والو د نورو په استازيتوب خبرې وکړې او د جمهور رييس د لومړي مرستيال په توګه د عبدالرشيد دوستم د ټاکل کيدو له امله يې ده ته مبارکي وويله.
دوى په خپلو خبروکې يوځل بيا د افغانستان د خلکو يو والى او پيوستون دخپل حکومت د زياتو برياليتوبونو سبب وباله او له دولت څخه يې وغوښتل چې د دوى د ولايتونو په ځينو سيموکې اوسنى بد امنۍ پاى ته ورسول شي.
ديوبل خبرله مخې: دجمهوري رياست لومړي مرستيال سترجنرال عبدالرشيد دوستم نن مازيګر د عامې روغتيا وزارت له سرپرستې ډاکترې ثريا دليل او د دغه وزارت د مرکزي ادارو له رييسانو او د افغانستان د اسماعيليانو له مشر سيد منصور نادري سره د خپل کار په دفترکې وکتل.
په دې کتنه کې دجمهوري رياست لومړي مرستيال دملي وحدت حکومت دهيواد د بچيانو د سرښندنې او اتلوالي ثمره وبلله او زياته يې کړه چې په هيوادکې د اصلاحاتو په رامنځته کولو سره انشاالله په ټولو برخو کې به حالت ښه شي.
په دې کتنه کې ډاکترې ثريا دليل او سيد منصور نادري د چارو په پرمخبيولوکې دجمهوري رياست دلومړي مرستيال د برياليتوب هيله وکړه .
د جمهوري رياست لومړي مرستيال دغه راز نن مازيګر د مجنون شاه صاحب جومات چې د صدارت ماڼۍ ته څېرمه دى؛ وکوت او د هغه د ګډوډ حالت له امله يې خواشيني څرګنده کړه او د مقام د دفتر رييس ته يې دنده وسپارله چې ډير ژر د دغه جومات حالت وڅيړي او د هغه د مرمت کولو او رنګولو په برخه کې يې اړوندو څانګوته لارښوونې وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته