ستر جنرال عبدالرشيد دوستم دبيلابيلو قشرونو له استازو سره وکتل .

کابل باختر د تلي نهه ويشتمه :
دجمهوري رياست لومړى مرستيال ستر جنرال عبدالرشيد دوستم نن مازيګر له ګڼ شمير مسوولينو ، دبنسټونو له رييسانواو دمزارشريف ښار  له لسګونو ناحيو ، دبلخ ولايت  له څوارلس ګونو ولسواليو اودحيرتانو له ښارګوټي او دمزارشريف دسرې اوبريښنا له فابريکو څخه  دافغانستان داسلامي  ملي غورځنګ ګوند له غړو سره  دصدارت په ماڼۍ کې  وکتل  او خبرې يې ورسره وکړې .
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ ،  په دې کتنه کې  دافغانستان داسلامي ملي غورځنګ ګوند دبلخ دولايتي شورا رييس  سيد شمس الدين سادات  ،  دبلخ  پخواني والي  سميع  عديل ،  دافغانستان داسلامي ملي غورځنګ ګوند، دفرهنګي شورا رييس  استاد فدا محمد فرزان او دافغانستان داسلامي ملي غورځنګ ګوند دښځو دشورا رييسې  جميلې  جنبش  خبرې وکړې  اودافغانستان  داسلامي جمهوريت  دجمهوري رياست  دلومړي مرستيال  په توګه  دستر جنرال عبدالرشيد دوستم  دانتخاب له امله يې  ده ته مبارکي وويله .
  دوى دامنيت په تامينولو ، دآمو سيند دغاړو دټينګښت  په باب  چې کال په کال  داوبو دڅپانده کيدو په وخت کې ددغه ځاى داوسيدونکو کرنيزې ځمکې  ويجاړوي  ، دښوونې او روزنې  دودې او پراختيا  او دبلخ ولايت  اودهغه  دنورو  ګاونډيو ولايتونو خلکو ته   دڅښاک داوبو دتدارک  مسئلې ته  دپاملرنې په باب  خبرې وکړې . او دجمهوري رياست له لومړي مرستيال څخه يې وغوښتل چې  دغه ستونزې  وڅيړي .
  په دې کتنه کې دغه راز  دفارياب ولايت  يوې ميندې  بي بي حاجي مريم  زمان  چې  په دغه ولايت کې  د سلګونو تنو  يتيمو ماشومانو سرپرستي په غاړه لري  دجمهوري رياست  لومړي مرستيال ته  دعا ورکړه او دلوى خداى ( ج )  له دربار څخه يې  دهغه دبرياليتوب  او دافغانستان دخلکو  دخدمت  هيله وکړه .
  په دې کتنه کې  دجمهوري رياست لومړي مرستيال  دهيواد  په ځينو ولايتونوکې  بدامني ددولت دلارې پرسر  ډير ستر  خنډونه وبلل او زياته يې کړه  چې دافغانستان اسلامي جمهوريت  دهيواد په امنيتي ځواکونو په باور سره  په هيواد کې  دامنيت اوثبات  دتامينولو په اړوند مشخص پروګرامونه  ترلاس لاندې نيولي دي  چې هغه به عملي کړي .
  دجمهوري رياست لومړي مرستيال زياته کړه چې  دافغانستان خلک نور  په امنيتي ځواکونو او له هغوڅخه  په بهر کې  دخپلو بچيانو  دشهادت  ، ټپي کيدو  او معيوبيت  زغم نه لري  او بايد  دغه مصيبت  پاى ته ورسول شي .
  ستر جنرال عبدالرشيد دوستم  برخه وال  دخپلو بچيانو  ښوونې او روزنې ته وهڅول  او ويې ويل  چې تاسې  ټول بايد په دې لاره کې  مخکښ شئ .
  دجمهوري رياست لومړي مرستيال  دغه راز  په افغانستان کې دټولو ميشتو قومونو ترمنځ  په وحدت او دوستۍ  ټينګار وکړ او زياته يې کړه چې  دغه قومونه به  دملي وحدت په حکومت کې ښه انډوليز شتون ولري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته