سیاست

ستر جنرال بسم الله محمدي ننګرهار ته ورسيد

کابل – باختر د غبرګولى دمياشتې ١٨
د هيواد د ملي دفاع وزير سترجنرال بسم الله محمدي نن د يوه جګپوړي هيئت په مشرۍ د ننګرهار ولايت ته ورسيد .
د ننګرهار ولايت ته د هيواد د دفاع د وزير د سفر هدف د جمهوري رياست په دويم پړاو انتخاباتوکې د رايې ورکولو د مرکزونو د امنيت او ثبات تامينول دي.
سترجنرال بسم الله محمدي په هغې غونډه کې چې د ننګرهار د والي عطاالله لودين، د ننګرهار ولايت د انتخاباتو د خپلواک کميسيون له رييس د ٢٠١ سيلاب قول اردو له قوماندان بريد جنرال محمد زمان وزيري، د ننګرهار ولايت له امنيه قوماندان پاسوال فضل احمد شيرزاد او د  هغو لواګانو له قوماندانانو سره چې په ننګرهارکې ديره دي؛ هم ګډون وکړ.
بسم الله محمدي وويل: دى په دې باور دى لکه څنګه چې د هيواد امنيتي ځواکونو د انتخاباتو د لومړى پړاو په ترسره کولوکې هلې ځلې وکړې او په ټولې مينې او علاقمندۍ سره چې له خپل هيواد او خلکو سره يې لرلې؛ د امنيت د تامينولو زمينه برابره کړه .
د جمهوري رياست د دويم پړاو په انتخاباتوکې هم په ميړانې او زړورتيا سره د امنيت په تامينولوکې هڅه او هاندکوي او د هغوکسانو لپاره د امنيت په تامينولو کې چې غواړي خپل راتلوونکى مشر انتخاب کړي؛ هلې ځلې کوي.
دغه راز ده هغه سرتيري او امنيتي ځواکونه چې د انتخاباتو په لومړى پړاوکې يې امنيت تامين کړي و؛ وستايل او د ننګرهار والي هم په دې غونډه کې د روان کال د وري دمياشتې د شپاړلسمې نيټې د انتخاباتو د امنيت د تامينولو په خاطر د هيواد له امنيتي مسوولينوڅخه مننه وکړه او له خلکو سره يې ژمنه وکړه چې امنيتي ځواکونه زيات تدبيرونه ونيسي چې خلک وکولاى شي په ډاډ زړه خپلې رايې وکاروي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته