سیاستخبرونهTOPټولنه

 سترې محکمې تېر کال کابو ۱۷۷ زره وثیقې اجراء او نږدې ۱۸۰ زره دوسیو ته رسېدنه کړې ده

کابل، د غوايي ۲۷مه، باختر 

د افغانستان اسلامي امارت سترې محکمې د تېر ۱۴۰۲ لمریز کال په لړ کې سلګونه زره وثیقو د اجراء او سلګونه زره بېلا بېلو دوسیو ته د رسېدنې خبر ورکړی دی.

سرچینې باختر اطلاعاتې اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ویلي چې په تېر لمریز کال کې د هېواد په کچه ۱۷۰ زره ۸۲۲ بېلا بېلو دوسیو ته رسېدنه شوې ده.

د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې له دغې جملې څخه ۱۲۶ زره ۶۰۷ دوسيو د هېواد د لومړنیو محاکمو په دیوانونو کې، ۳۲ زره ۳۳۴  دوسیو ته د مرافعه محاکمو په دیوانونو کې  او ۱۸۸۱ دوسیو ته د سترې محکمې په اړوندو دیوانونو کې رسېدنه شوې ده. 

 په خبرپاڼه کې همدارنګه ویل شوي، چې د تېر لمریز کال په ترڅ کې همدارنګه ۱۷۶ زره ۹۴۰ وثیقي هم اجراء شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د قضایه قوې مسوولینو تر دې وړاندې ډاډ ورکړی وو، چې د اسلامي امارت محاکم په ټول توان سره اړوندو قضیو ته د پروخت رسېدنې هڅې کوي، څو د هېوادوالو ستونزې حل او حق حقدار ته وسپارل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته