سترجنرال عبدالرشيد دوستم د بېلابېلو ولايتونوله معلولينو، سپين ږيرو او مشرانو سره وکتل
کابل باختر د لړم لسمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهوري رياست لومړي مرستيال ستر جنرال عبدالرشيد دوستم نن مازيګر د مزارشريف ښار او دجوزجان ولايت له يوشمېر معلولينو او د سپين ږيرو مشرانو او ځوانانو په ګډون د شبرغان ښار له ګڼ شمېر اوسيدونکو سره په خپل استوګنځي کې وکتل او له هغوى سره يې د هغو ستونزو په باب خبرې وکړې چې ورسره لاس او ګريوان دي.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ: په دې کتنه دکلام الله مجيد د څو مبارکو آيتونو له لوستل کيدو وروسته څو تنو برخه والو د نورو په استازيتوب خبرې وکړې او خپلې يو لړ سيمه ئيزې ستونزې يې طرحه کړې.
د هغوى د څرګندونوله مخې: په مواصلاتي لاروکې بد امني، دکرکيلې لپاره د اوبو نشتوالي، د ځوانانو وزګارتيا، د کار اهل ته د کار نه سپارل او د مزاشريف او شبرغان په ښارونوکې د ښوونځيو فارغانو ته د تحصيلي بورسونو ناکافي والي هغه ستونزې او ناخوالې وې چې د جمهوري رياست لومړي مرستيال ته وړاندې شوې.
د جمهوري رياست لومړي مرستيال معلولينو ته په خطاب کې وويل چې تاسې د افغانستان د خلکو ژوندي شهيدان ياست چې د خپل هيواد د ساتنې او د آزادۍ او خپلواکۍ د داعيې په لاره کې مو د خپل بدن يو غړى له لاسه ورکړى دى اوله دې امله بايد د هيواد ټول خلک ستاسو د انساني حقوقو ساتندويان وي او دولت تاسو ته مناسبې کارې زمينې برابرې کړي.
سترجنرال عبدالرشيد دوستم زياته کړه چې دولت په دې برخه کې يو لړ پروګرامونه لري چې د هيواد د اقتصادي شرايطو په ښه والي سره به عملي شي.
د جمهوري رياست لومړي مرستيال يادونه وکړه چې د مواصلاتي لارو، کليو او ښارونو د امنيتي حالت ښه والي هم د دولت دندې دي او تاسو ډاډ ولرئ چې دغه ستونزه به په ډير لنډ ممکن وخت کې حل شي .
د جمهوري رياست لومړي مرستيال يادونه وکړه چې امنيت له دې امله موږ ته مهم دى، که چيرې په هيواد کې امنيت نه وي؛ نه شوکولاى د خپل هيواد اقتصادي ، فرهنګي او ټولنيزې چاري سمې کړ. له دې امله بايد د خپلو امنيتي ځواکونو په پياوړي کولو لاس پورې کړو او په همدې مقصد له ښې وسلې څخه نيولې تر تکړه پوځي کادرونو پورې ټول کولاى شي په دې برخه کې اغيزمن وي.
ستر جنرال عبدالرشيد دوستم دغه راز وويل: ستاسو ځوانانو ته د لوست او زده کړې د زمينو برابرول هم له هغو لومړيتوبونو څخه دي چې زه په پروګرام کې لرم او په دې برخه کې به هم د لوړو زده کړو وزارت له لارې او هم د خپلو شخصي تشبثاتو له لارې هلې ځلې وکړم.
دجمهوري رياست لومړي مرستيال دغه راز وويل چې زه د دولت په دستګاه کې د غوره سالارۍ په اصل ټينګار کوم او باور لرم چې بايد د لوړو زده کړو لرونکې او غوره څيرې په اداروکې وګومارلې شي چې ښه حکومتوالۍ تامين شوې وي.
د جمهوري رياست لومړي مرستيال دغه راز برخه والو ته وويل چې په ولايتونوکې له مشرانو او سپين ږيرو سره د خبرو له لارې د ښوونځيو د بيا پرانستلو په برخه کې اقدامات ترلاس لاندې ونيول شي چې بچيان يې له لوست او زده کړې څخه بې برخې پاتې نه شي .
د دغې غونډې د پاى د جمهوري رياست لومړي مرستيال په يوه ځوان چې خپلې زده کړې يې د ماسترى تر درجې پورې په جاپان کې په دې وروستيو وختوکې پاى ته رسولې دي؛ مهرباني وکړه.