امنیت

ستانکزى : دسرحدي سرغړونو په وړاندې ورته بريدونه کيږي .

کابل باختر د کب څليرويشتمه :
دملي دفاع وزارت سرپرست  دفاعي ځواکونو ته امر کړى دى چې دسرحدي سرغړونو په وړاندې دې په متقابل عمل لاس پورې کړي .
دباختر اژانس دخبر له مخې :دملي دفاع وزارت سرپرست  محمد معصوم ستانکزي  په يوه غونډه کې امنيتي ځواکونو ته امر کړى دى چې دسرحدي سرغړونو په وړاندې  چې له هر لوري ترسره کيږي په ورته عمل لاس پورې کړي .
ده ويلي دي دپولې په هره برخه کې چې سرغړاوى وشي  موږ دنده لرو چې دفاع يې وکړو .
  ستانکزي  زياته کړې ده هغه وسايل او امکانات چې زموږ په واک کې ده بايد دهغوى په واسطه دهېواد دفاع وکړو او هر راز دسيسې شنډې کړو .
دغه راز دملي دفاع وزارت سرپرست ويلي دي  چې وسله وال طالبان دافغانستان په خاوره کې دپاکستاني پوځيانو دپرمختګ عامل دي .
دغه څرګندونې په داسې حال کې کيږي چې پاکستاني ځواکونه دپوځي تاسيساتو په جوړلو ، دډيورند دکرښې  په اوږدو کې دخندقونو په کيندنې ، داغزينوسيمانو  په کارولو ، راکټي بريدونو او دتوپونو په ډزو سره هلې ځلې کوي چې ددغوسيمو اصلي اوسيدونکي له سيمې څخه وتلو ته اړباسي  او دحقاني دشبکې  افغان او پاکستاني طالبانو او دداعش دډلې په ګډون دتروريستانو دځاى پرځاى کولو لپاره زمينه بربره کړي .
تراوسه پورې دپاکستاني پوځيانو دراکټي بريدونو او د توپونو  دډزو له امله زموږ يوشمير هېوادوال شهيدان يوشمير نور هم ټپيان او داستوګنې يو زيات شمير  کورونه ويجاړ شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته