سبا د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د باران او سېلابونو راوتلو اټکل شوی

کابل، د غوايي ۲۲مه، باختر

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست د غوايي میاشتې په ۲۳ مه نېټه د هېواد په ۸ ولایتونو کې د اورښت او سېلابونو راوتلو اټکل کړی دی.

یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په بدخشان، تخار، بغلان، پنجشېر، نورستان، کونړ، لغمان او ننګرهار ولایتونو کې د اورښت او سېلابونو اټکل شوی دی.

خبرپاڼه کې د اورښت کچه په بېلابېلو نقطو کې له ۱۵ تر ۲۵ ملي مترو پورې ښودل شوې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته