کابل، د لېندۍ ۲۳مه، باختر
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت اړوند د هوا پېژندنې ادارې سبا او بله ورځ د هېواد په ۱۸ ولایتونو کې د واورې د اورېدو او سېلابونو د راوتلو اټکل کړی دی.
یاد وزارت ویلي، چې سبا او بله ورځ ( د لېندۍ له ۲۴مې تر ۲۵مې) په هرات، فراه، نیمروز، بادغیس، هلمند، کندهار، زابل، روزګان، ډایکنډي، غور، فاریاب، سرپل، بامیان، میدان وردګ، غزني، سمنګان، بلخ او جوزجان ولایتونو کې د واورې د اورېدو او سېلابونو د راوتلو اټکل شوی دی.
دغه وزارت زیاته کړې چې په بېلابېلو برخو کې د اورښت کچه له ۱۰ـ۳۵ ملي مترو پورې او د واورې کچه له ۱۵- ۴۵ ملي مترو پورې اټکل شوې ده.
30 د یوې دقیقې څخه لږ