سازمان مجاهدين خلق د امريکا له ترورستي فهرست څخه وايستل شو
– واشنګتن باختر دتلې ٨
دامريکا متحده ايالاتو دايران دمجاهدين خلق سازمان په رسمي ډول ددغه هيواد دترورستي ډلو له فهرست څخه وايسته په هغې خبرتيا کې چې پرون دامريکا دبهرنيو چارو وزارت له خوا خپره شو ويل شوي دي دامريکا دبهرنيو چارو وزيرې هيلرى کلنتن دقانون دمادو له مخې تصميم ونيوه چې دمجاهدين خلق سازمان او ددغې ډلې پلويان دامريکا دترورستي سازمانونو له فهرست څخه وباسي .
ددغه تصميم علت دسازمان مجاهدين خلق له خوا په تيرولسو کلونو کې دترورستي عملونو نه ترسره کول اعلام شوي دي سربيره پردې دمجاهدين خلق سازمان له وسله والو فعاليتونو څخه ګوښه کوي او په عراق کې داشرف کمپ په تشولوکې ددغې ډلې دغړو همکاري نور موارد دى چې سپينې ماڼۍ د ترورستي سازمانونو له لست څخه ددغې ډلې دنامه دايستلو په خاطر اقدام کړي دي.
اوس په امريکا کې ددغه سازمان بنده کړى شوي شتمنې ازاديږي او امريکاييان به اجازه ولري دمجاهدين خلق له سازمان سره اړيکې ولري دمجاهدين خلق سازمان په ١٣٤٠ هجرى لمريزه لسيزه کې دايران د پاچاه دحکومت سره دمخالفت په خاطر جوړشوي و.