زیلنسکي دروغ وایي؛ د ټولو وژل شویو اوکرایني سرتېرو شمېر څومره دی؟
نړۍ، د کب ۷ مه، بهرنۍ رسنۍ
وروسته تر هغې چې د تېرې شنبې په ورځ روسیې له اوکراین سره په روانه دوه کلنه جګړه کې د ۱۵۰ زره سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکړ، د اوکراین ولسمشر ویلادیمیر زیلنسکي پرون یکشنبې ویلي، چې دغې جګړه کې یې تر دا مهاله ۳۱ زره سرتیري وژل شوي او د ټپیانو په اړه ځکه معلومات نه ورکوي، چې ممکن دغه معلومات له روسیې سره د روانو عملیاتو په برخه کې مرسته وکړي.
د اوکراین ولسمشر دغه راز ویلي، چې د روسي سرتېرو تر ولکې لاندې سیمو کې ګڼشمېر ملکي وګړي وژل شوي، چې دقیق شمېر یې معلوم نه دی.
د زیلنسکي د دغو څرګندونو په ځواب کې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخاراوا ویلي، چې ټول اوکراینیان پوهېږي، چې ولسمشر یې د اوکرایني پوځيانو د تلفاتو په اړه دروغ وایي.