زیلنسکي ته بد خبر؛ کریمیا نوره شتون نه لري

نړۍ، د لړم ۲۰مه، بهرنۍ رسنۍ

د امریکا متحده ایالاتو د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ سلاکار برایان لانزا له بي بي سي سره مرکه کې ویلي، چې امریکا کې د جمهوریت غوښتونکو حکومت به اوکراین کې د سولې هڅې وکړي، نه دا چې د اوکراین د له لاسه تللیو ځمکو په بېرته راګرځولو کې مرسته وکړي.

نوموړي ویلي، چې زیلنسکي باید په اوکراین کې د سولې د ټینګښت لپاره د کریمیا ټاپو، چې اوس مهال د روسیې په واک کې ده، له بېرته نیولو لاس په سر شي.

د یو بل خبر له مخې د شمالي کوریا پوځ خپلو اوکرایني سیالانو ته ستونزې جوړې کړي.

د اوکراین د پوځ یو جګپوړي قومندان اولیکساندر سیرسکي پرون شنبې ویلي، چې د روسیې د پوځ پر وړاندې جګړه کې له سختو ستونزو سره مخ دي.

نوموړي ویلي، چې روسي ځواکونه د شمالي کوریا د پوځ پر مټ د پرمختګ په حال کې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته