امنیت

زيات ځواکونه به افغانستان ته واستول شي .

-واشنګتن  باختر د زمري  اوولسمه :
   په داسې حال کې چې په افغانستان کې دامريکا په ستراتيژۍ  کار دوام لري سپينه ماڼۍ به زيات سمندري ځواکونه افغانستان ته واستوي .
باختراژانس دامريکا د ان -بي -سي دخبري شبکې له خولې خبر ورکړ  دامريکا ددريو تنو دفاعي مامورينو دڅرګندونوله مخې، په لسګونو سمندري ځواکونه چې په سيمه کې دي دافغانستان په جنوب لويديځ هلمند ولايت کې به ددندو دترسره کولو لپاره  ځاى پرځاى شي .
ان -بي -سي  رپوټ ورکړى دى چې دځواکونو دغه ځاى پرځاى کول دترامپ ادارې دپراخې ستراتيژي برخه نه ده او په سيمه کې دسمندري ځواکونو ديو قوماندان په غوښتنه ترسره کيږي .
سپينې ماڼۍ  هغه جګړه چې په افغانستان کې ١٦ کاله دوام لري څيړي  .
جمهور رييس ترامپ دامريکا ددفاع وزير جيم ماتيس په  دزياتو ځواکونو د ځاى پرځاى کولو واک ورکړى دى .
دامريکا دملي امنيت سلاکار  ترامپ ته مشوره ورکړې ده چې افغانستان ته زيات ځواکونه واستوي خو دهغه دغه مشوره  رده شوې ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته