کابل /دلړم ٢١مه / باختر:
په افغانستان کې دملي اردو له ليکو سره دځوانانو دپيوستون بهير زيات شوى دى .
دنه تاييد شويو شمېرنو له مخې ، هره ورځ په زرګونو ځوانان دهېواد په ګوټ ګوټ کې دملي اردو په ليکو کې دپيوستون لپاره دجلب او جذب دمرکزونو په وړاندې ليکي جوړوي .
دغه ځوانان له پوځي زده کړو وروسته د سرتيري اوافسر په توګه دملي اردو په ليکو کې دهېواد ددفاع او له ډار اچوونکو سره دمبارزې لپاره ځاى پرځاى کېږي. .
ننګرهار له هغو ولايتونو څخه دى چې ملي اردو په ليکو کې دپيوستون لپاره زيات شمېر ځوانان لري .
دغه ولايت دپوځي اکاډمۍ په لرلو سره دسلګونو داوطلبو ځوانانو دپيوستون ډګر دى .
دننګرهار دوالي وياند عطاالله خوږياڼي باختراژانس ته وويل چې اووه سوه تنه ځوانان دکونړ . نورستان . لغمان او دننګرهار له ولايتونو څخه دملي اردو په ليکو کې دغړيتوب لپاره په جلال اباد ښار کې راټول شوي دي . دغه ځوانان دپوځي زده کړو ديوې نيم کلنې دورې له تېرولو وروسته دسرتيري اوافسر په توګه به دهېواد په ختيځ کې په پوځي قطعاتو کې وګومارل شي چې د ډار اچوونکودګواښونوپه وړاندې دخپل هېواد دفاع وکړي .
نعمت چې له کونړ ولايت څخه دملي اردو په ليکوکې دغړيتوب لپاره ننګرهار ته راغلى دى وايي وياړي چې دخپل هېواد دفاع وکړي او دخپلو ځورېدلو خلکوته دخدمت جوګه شي .
هغه خپله ميرمن او دوه کوچيان پرېښي دي چې دننګرهار په پوځي اکاډمۍ کې له زده کړې وروسته پوځي افسر شي .
دملي دفاع وزارت مقامات وايي چې دملي اردو په ليکو کې دځوانانو پيوستون اودهغوى دهېوادپالنه روحيه مخ په زياتيدو ده .
ختم_ ج _اکرم
0 1 دقیقه لوستل