نړۍ، د تلې ۴ مه، بهرنۍ رسنۍ
د اوکراین ولسمشر، ولادیمیر زلنسکي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د اوکراین د جګړې د حل لپاره له روسیې سره د خبرو اترو په اړه مخالفت څرګند کړ. زلنسکي په خپلو خبرو کې هغه کسان غندلي، چې اوکراین کې د روان کړکېچ د حل لپاره له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د خبرو اترو غوښتنه کوي.
د زلنسکي په خبره دا شخړه د مذاکراتو له لارې نه حل کېږي او د ډیپلوماټیک حل پر وړاندې یې مخالفت او د جګړې د دوام لپاره یې پر نظامي اقداماتو ټینګار کړی.
دا په داسې حال کې ده، چې روسیې د ۲۰۲۲ زیږدیز کال د ځانګړو عملیاتو له پیل نه مخکې او وروسته څو ځله هڅه کړې، چې له کیف سره یوې ډیپلوماټیکې هوکړې ته ورسېږي، خو د اوکراین حکومت له روسیې سره د خبرو اترو په اړه قانوني بندیز لګولی دی.