کابل باختر د لړم لسمه :
دتيرې شپې له نيمايي وروسته يوې سپکې زلزلې دکابل ښار او ګاونډي ولايتونه ولړزول .
دباخترآژانس دخبر له مخې : دغه زلزله دتيرې شپې په دوو بجو او ديرشو دقيقو وشوه او تراوسه پورې يې مرکز معلوم نه دى او ددغې زلزلې دسختوالي ددرجې خبر نه دى ترلاسه شوى .
دريکتر په مقياس د ٧ر٧ درجو په سختوالي له هغې زلزلې وروسته دتيرې اوونۍ ددوشنبې په ورځ يې کابل او دهيواد نور ولايتونه ولړزول .
دالومړى زلزله ده چې يوشمير ښاريانو هغه احساس کړه .