امنیت

زر تنه ځوانان په ملي اردو کې له پوځي زده کړو وروسته جذب شول.

کابل – باختر د غبرګولي دمياشتې ٢٨
زره تنه ځوانان چې دسرتيرى دخدمت علاقمند دي د ٢٠٧ ظفر قول اردو په تعليمي مرکز کې له مسلکي زده کړو وروسته د وفادارۍ لوړه وکړه .
دهرات په ولايت کې دملي اردو دقول اردو مسوولين وايي دغه کسان دمجربوښوونکوتر نظر لاندې مسلکى زده کړې کړي دي .
د ظفر قول اردو دتعليمي مرکز قوماندان ډګر وال محمد يوسف ډاډ ورکړ چې په هرات کې دملي اردو ځواکمنتيا د زياتيدو په حال کې دى .
د ٢٠٧ ظفر قول اردو قوماندان تورنجنرال محى الدين غوري ددغو کسانو د جذب هرکلى وکړ او ويې ويل: هر پوځي منسوب هغه وخت کولاي شي په خپله دنده کې په صادقانه ډول عمل وکړى چې په عسکري تحليف عمل وکړي .
ده زياته کړه تاسې ګران سرتيرى چې دالله (ج) په وړاندې مو دوفادارۍ لوړه وکړه او ژمنه کوئ چې دافغانستان دخلکو دوفادار بچى په توګه دافغانستان په وسله والو ځواکونو کې خدمت وکړئ دقدر وړ ياست ټاکل شوې ده دغه سرتيرى په نږدې راتلوونکى کې په لويديځ زون کې دملي اردو دجزوتامونو او قطعاتو ته معرفي شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته