زرو تنو ښوونکو ته په کابل ښارکې اپارتمان جوړيږي
کابل / باختردلړم دمياشتې ٣ :
دپوهنې وزارت مقاماتو نن له (ملت موسسې) سر ه بې کوره ښوونکو ته د استوګنې د زرو اپارتمانونو دجوړولو قرارداد لاسليک کړ.
دباخترا ژانس دخبريال دخبرله مخې: دپوهنې وزارت تدريسي معين محمد صديق پتمن نن په هغې خبري غونډه کې چې له همدې امله جوړه شوې وه؛ وويل: ددغو اپارتمانونو دجوړولو کار به د راتلوونکې کال د ورې په مياشت کې دکابل ښار دقلعه زمانخان او ده خدايداد دنوې پروژې په ساحه کې پيل شي. داستوګنې په دې مرکزکې د يو درې خونيز اپارتمان بيه ديرش زره امريکايي ډالره اټکل شوې ده چې له لسوڅخه تر يوولسوکلونوپورې دقسط په ډول دمستهلک له خوا ورکول کيږي چې ددغې موسسې لګښتونه يې منلى دى.
دپوهنې وزارت دمعين دڅرگندونوله مخې، د دغې پروژې کار له پيل کېدو څخه دوه کاله وروسته بشپړيږي او په کابل ښارکې د بيوزلو او بې کورو ښوونکو په واک کې به ورکړاى شي .