ټولنه

زرا عتي نندارتون پرانستل شو

کابلباخترد ميزان اوله
دکرنې ،مالدارۍ او د لاسي صنايعو د محصولاتو نندارتون نن په باميانو ولايت کې پرانستل شو .
په دې نندارتون کې چې شل غرفې لري ډول ډول  مڼې، کشته  ، ګلپي ،کرم ، پټاټي سابه ،غنم ،جوار،لوبيا او د نخودو په ګډون ډول ډول حبوبات ننداري ته وړاندي شوي دي .
ددغه نندارتون  بله برخه  ژيړ غوړي او د کروتو په شان حيواني محصولات اود ښځو لاسي صنايع    جوړوي .
دباميانو د والي مرستيال محمد اصف مبلغ خبريالانو ته وويل  چې دغه نندارتون لږ ترلږه کورنيو بازارو نو  ته د زرا عتي محصولاتو د معرفي کولو زمينه برابروي .
ده زياته کړه ،   چې له ټول باميان څخه زرا عتي محصولات او لاسي صنايع په دغه نندارتون کي ننداري ته وړاندي شوي دي  .
دباميانو ولايت د کرني او اوبو لګولو رييس انجنيرمحمدطاهرعطائې باخترآژانس ته وويل  ،  چى په دغو شلو غرفو کې د باميا نو ټول زرا عتي محصولات او لاسي صنايع ننداري ته وړا ندې شوي دي  .
عطائې وويل  ، دباميانو په سلوکې نوي خلک کروندګر دي او مهمه دا ده   چې ددوي زرا عتي محصولات معرفي شي چې کورنيو او بهرنيو بازارو نو ته لاره و مومي .
ده زياته کړه دباميانو په سلوکې دوه اويا بزګران په نوي کوپراتيفونو کې راټول شوي دي  .
دباميانو غالۍ او ټغر زيات  شهرت لري چې آن  په نړيوالو نندارتونونوکې يې
لومړى ځاى نيولى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته