کابلباخترد ميزان اوله
دکرنې ،مالدارۍ او د لاسي صنايعو د محصولاتو نندارتون نن په باميانو ولايت کې پرانستل شو .
په دې نندارتون کې چې شل غرفې لري ډول ډول مڼې، کشته ، ګلپي ،کرم ، پټاټي سابه ،غنم ،جوار،لوبيا او د نخودو په ګډون ډول ډول حبوبات ننداري ته وړاندي شوي دي .
ددغه نندارتون بله برخه ژيړ غوړي او د کروتو په شان حيواني محصولات اود ښځو لاسي صنايع جوړوي .
دباميانو د والي مرستيال محمد اصف مبلغ خبريالانو ته وويل چې دغه نندارتون لږ ترلږه کورنيو بازارو نو ته د زرا عتي محصولاتو د معرفي کولو زمينه برابروي .
ده زياته کړه ، چې له ټول باميان څخه زرا عتي محصولات او لاسي صنايع په دغه نندارتون کي ننداري ته وړاندي شوي دي .
دباميانو ولايت د کرني او اوبو لګولو رييس انجنيرمحمدطاهرعطائې باخترآژانس ته وويل ، چى په دغو شلو غرفو کې د باميا نو ټول زرا عتي محصولات او لاسي صنايع ننداري ته وړا ندې شوي دي .
عطائې وويل ، دباميانو په سلوکې نوي خلک کروندګر دي او مهمه دا ده چې ددوي زرا عتي محصولات معرفي شي چې کورنيو او بهرنيو بازارو نو ته لاره و مومي .
ده زياته کړه دباميانو په سلوکې دوه اويا بزګران په نوي کوپراتيفونو کې راټول شوي دي .
دباميانو غالۍ او ټغر زيات شهرت لري چې آن په نړيوالو نندارتونونوکې يې
لومړى ځاى نيولى دى .
1 1 دقیقه لوستل