زانګو د افغانانو لپاره د اسلام پېژندنې او افغانستان پېژندنې لومړنی مرکز دی

کابل, د مرغومي ۱۵ مه, باختر
تبصره
وروستیو کې داسې اوازې او ګنګوسې خپرېږي، چې ګواکې د افغانستان پر عزت (واخان دهلېز) پاکستاني پوځيانو ولکه کړې او یا یې هلته تحرکات لیدل شوي دي.
او یا دېته ورته نور خبرونه خپرېږي، چې ګواکې افغانان د خپلو ارزښتونو په ساتلو کې ناکام دي او دیني او ملي نوامیس نه شي ساتلی.
د دغه ډول خبرونو خپرونکو ته باید وویل شي، چې د افغان په کور کې چې کله ماشوم کېږي، نو په غوږونو کې یې د دې تر څنګ، چې اذان ویل کېږي، دا یې هم په مغزو کې ورته پیچکاري کېږي، چې له اسلام مبارک دین څخه دفاع او د افغان خاورې له ولېشت ـ ولېشت څخه ساتنه یې لومړیتوب دی.
د افغانستان ټولو ماشومانو ته دا ویل شوي، چې ډیورنډ فرضي کرښه ده او هېڅ رسمیت نه لري، افغان ماشوم په دې پوهېږي، چې واخان د افغانستان سر, عزت او ناموس دی او ساتل یې پر افغان شازلمو فرض دی.
افغان له ماشومتوبه دا زده کړي، چې اسلام او افغانستان ته په کږه سترګه کتونکي به په نطفه کې ختموي او په خپله خاوره تېریکوونکي ورته هېڅ د زغملو نه دي.
افغان، چې ماشوم و، نو په زانګو کې د زنګېدو پر مهال ورته مور د لا اِلهَ اِلَّا الله مُحَمَّدٌ رَسُولُ الله کلمه زمزمه کړې او له نازه یې ورته د سلطان محمود غزنوي، احمدشاه ابدالي، میرویس هوتکي او نورو افغان زړورو مجاهدنیو نومونه اخیستي دي.
افغانان تل د امن ترانې وایي، چې (دا جنت، جنت وطن) نو دښمن څه فکر کوي، چې د دې جنت وطن تر ټولو غوره برخه واخان به له لاسه ورکړي او رټلي دښمن ته به یې پرېږدي?
نه هېڅکله نه؛ افغانان د خپلې خاورې یوه لوېشت هم پردي ته نه پرېږدي او برعکس په دې فکر کې دي، چې د اجنبي دښمن د دسیسو په پایله کې خپلې پخوانۍ خاورې(تر اټکه) څنګه لاسته راوړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته