زاخارچنکو په سلوکې د يو اتيا رايو په ګټلو سره د دونتسک جمهور رييس انتخاب شو
کيف – باختر د لړم دمياشتې ١٢
د فرانسې خبري آژانس اعلام وکړ چې د روسيې د پلويو بيلتون غوښتوونکو ياغيانو مشر الکساندر زاخارچنکو په دونتسک کې د جمهوري رياست په پرونيو انتخاباتوکې په سلوکې د ٨١ رايو په ترلاسه کولوسره بريالى شو.
د اوکراين په ختيځ کې د روسيې د پلويو بيلتون غوښتوونکو پرون په سيمه ييز وخت د سهار په شپږو بجو په خپل سرو جمهوريتونوکې د دولت د جوړولو لپاره د جمهوري رياست او پارلماني انتخابات په داسې حال کې پيل کړى چې اروپايي هيوادونو او امريکا په رسميت ونه پيژندل او روسيې د هغو د ترسره کولو ملاتړ وکړ او هغه يې قانوني وبلل.
په دغو انتخاباتوکې د اوکراين د ختيځ له خلکو څخه غوښتل شوي و چې د دونتسک او لوهانسک په خپل سرو جمهوريتونوکې د دولت رييسان او هم دعالي شوراګانو په نامه د پارلماني ټولنو غړي انتخاب کړي.
د اوکراين په ختيځو او جنوب ختيځو ولايتونوکې د اوکراين پرخلاف پراخ اعتراضونه د کب د مياشتې له لومړيو وختو څخه تراوسه پورې دوام لري.
د روسيې په پوله کې د دونتسک ولايتونه د خلکو د اعتراضونو اصلي مرکزونه دي.
د دغو سيمو اوسيدونکي د دولت د جوړولو لپاره د ټولپوښتنې او د پارلماني انتخاباتو د ترسره کولو غوښتوونکي دي .