زابل کې ۴۰۰ ځوانانوته د زده کړو زمینه برابره شوه

کابل، د سلواغې ۳ مه، باختر
د زابل د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین وايي، چې یاد ریاست ۴۰۰ ځوانانو ته د کمپیوټر او انګلیسي ژبې د وړیا زده کړو زمینه برابره کړې ده.
د زابل د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمریت له لورې ۴۰۰ هغه ځوانانو ته چې د اقتصادي ستونزو له کبله یې عصري زده کړې نه شوای کولای د تېرو څو میاشتو را په دې خوا ورته د زده کړو زمینه په وړیا ډول برابره کړې ده.
د زابل د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمر عصمت الله شکيب اغا د باخترآژانس خبریال ته وویل، چې په دې برخه کې د نورو زده کوونکو د جذب لړۍ دوام لري.
په ورته وخت کې د دې ټولګي استاد سمیع الله عابد وايي، چې زده کوونکي په دوه وختونو کې راځي او دوی ورته په ښه توګه تدریس کوي.