خبرونهټولنه

زابل کې ۳۷۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابريږي

کابل، د غبرګولي ۱۴ مه، باختر

د زابل د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست مسوولینو د یاد ولایت په سیورې ولسوالۍ کې د اوبو رسولو د یوې شبکې د  چارو د پیل کېدو خبرورکړی دی.

د یاد ولایت د کلیو بیا رغونې او پراختیا رییس مولوي حکمت الله رهبر د باخترآژانس خبریال ته ویلي چې د یاد ولایت د سیورې ولسوالۍ په دبدین سیمه کې د یونیسف په مالي ملاتړ د ۸ میلیونه ۴۶۲ زره ۹۶۰ افغانیو په لګښت د اوبو رسولو یوې شبکې د جوړېدو چارې پيل شوي، چې په بشپړېدو سره به یې د سیمې ۳۷۰ کورنیو او یوه ښوونځي ته د څښاک اوبه برابرې شي.

ورته مهال د سیمې اوسېدونکي د یادې شبکې په جوړېدو خوښ دي او له دولت څخه د ورته نورو پروژو د پلې کولو غوښتنه کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته