زابل کې د کانونو او پټرولیم ریاست ته نوې ودانۍ جوړېږي
کابل، د لېندۍ ۱۳مه، باختر
د زابل ولایت د کانونو او پټرولیم ریاست ته د ۱۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې دي.
د یادې ودانۍ د پرانیستې په مراسمو کې د زابل مرستیال والي ویلي، چې نوې جوړېدونکې ودانۍ به ۱۶ اداري خونې، مېلمستون، د غونډو پراخ تالار او نور اړوند ملحقات ولري او د ۱۱ میاشتو په موده کې به بشپړه شي.
هغه زیاته کړې، چې د دې ودانۍ په جوړېدو سره به د یادې ادارې فعالیتونه لا معیاري شي او خلکو ته به د خدمتونو وړاندې کولو اسانتیاوې زیاتې شي.
د زابل د کانونو او پټرولیم ریاست مسوولینو په وینا، د دې ودانۍ د جوړولو پرمهال د سیمې ګڼو کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.
د سیمې اوسېدونکي بیا وايي، چې زابل د هېواد له هغو لرې پرتو ولایتونو څخه دی چې د تېرې ادارې پر مهال ورته کمه پاملرنه شوې وه، خو د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو راهیسې، په دغه ولایت کې ګڼې ټولګټې پروژې پلې شوې او یا یې چارې روانې دي.