خبرونهاقتصادټولنه

زابل کې د نږدې ۳ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو یو کوچنی بند جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

کابل، د غبرګولي ۲۴مه، باختر 

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت په زابل ولایت کې د نږدې ۳ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو د یوه کوچني بند د جوړېدو او ګټې اخیستنې ته یې د سپارل کېدو خبر ورکړی دی.

یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د زابل ولایت د شملزو ولسوالۍ په بین تنګی کلي کې د ۲.۶ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو د یوه کوچني بند جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې د اوبو دغه کوچنی بند ۱۷.۶ متره اوږدوالی، ۳متره لوړوالی او د ۱۶۷۰ متر مکعب اوبو ذخیره کولو وړتیا لري، چې د کار په جریان کې يې لسګونه کاریګرو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه.

د یادونې وړ ده، چې د یاد کوچني بند په بشپړیدو سره د باران اوبه مهار او د ځمکې لاندې اوبو سطحه به ثابته وساتل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته