خبرونهټولنه

زابل کې د ترافيکي پېښې له امله ٨ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل، د مرغومې ۱۵مه، باختر
د زابل ولايت د شاجوی ولسوالۍ په تازې رباط سیمه کې د یو لنډ کروزر موټر د چپه کېدو له امله ۸ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د یاد ولایت د امنيې قومندانۍ وياند قاري ذبيح الله جوهر وايي چې په دغه پېښه کې ۴ کسان مړه شوي او ۴ نور ټپیان شوي دي.
د نوموړي په وینا ټپیان د امنیتي ځواکونو له لوري مرکزي روغتون ته لېږدول شوي دي.
ځایي مسوولینو د پېښې د لامل په تړاو څه نه دي ویلي خو له دې وړاندې دې ته ورته پېښې د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ له امله رامنځته شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته