کابل، د مرغومې ۶مه، باختر
زابل چې د افغانستان یو حاصل خېزه ولایت دی، عمده تولیدات یې انځر، بادام او کشمش دي، چې د کیفیت له مخې ښه او په نړیوالو بازارونو کې ښه نوم لري.
د دې ولایت د سوداګرۍ خونې مشر حاجي عبدالقادر وايي، د نورو کلونو په پرتله سږ کال د انځرو حاصلات او سوداګري ښه شوې او له همدې امله کروندګرو او سوداګرو ډېره ګټه کړې، د نوموړي په خبره امنیت، سوداګرۍ ته پاملرنه او د اسلامي امارت له لوري نورې اسانتیاوې رامنځته کول د دې لامل شوي، چې د انځرو کار وبار وده وکړي.
ورته وخت کې د کلات ښارسوداګر او د انځرو کار وباریان وايي، چې په دې وروستیو کې اسلامي امارت سوداګرۍ ته پاملرنه زیاته کړې او هیله لري، چې دغه پام نور هم زیات شي.