خبرونهامنیتټولنه

زابلیان: د اسلامي امارت له بریا وروسته ژوند ته هیله من شوي دي

 کابل، د غبرګولي ۲۵مه، باختر

د زابل ولایت د ښاروالۍ مسوولین وایي، چې په مرکز کې يې درې پارکونه فعال کړي او هره ورځ خلک د تفریح لپاره ورځي.

د دغه ولایت سرپرست ښاروال حاجي غلام نبي قیومي له باختر اژانس سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل، کلات ښار کې پنځه پارکونه دي چې  د افغانستان اسلامي امارت په راتګ سره درې فعال شوي او د خلکو پر مخ پرانیستي دي. په خبره یې بادام ګل ماڼۍ، مرکزي او آزادۍ پارکونه یې په  قرارداد ورکړي او د هغوی له لوري سمبالیږي، چې پر مټ یې د خلکو د تفریح لپاره ښه زمینه برابره شوې ده.

په خبره یې، دوه نور پارکونه هم فعالوي چې چارې یې روانې دي او کله یې چې چارې بشپړې شي هغه به هم د خلکو پرمخ پرانیستل شي.

په ورته وخت کې د دغه ولایت خلک وايي، چې تفریح د انسان ذهني فشار کموي او د ژوند یو ضرورت دی. زابلیان وايي، چې د اسلامي امارت په بریا سره ژوند ته هیله من شوي دي.

يو تن حضرت الله وایي: (( دوی دلته له خپلو ملګرو سره د تفرېح لپاره راغلي، په خبره یې مخکې حالت ښه نه و، چا زړه نه ښه کاوه چې داسې ځایونو ته لاړ شي؛ خو اوس امنیت دی هر څوک کولاي شي چې تفریح وکړي، نوموړی غوښتنه کوي، که نور تفریحي پارکونه هم جوړ شي، نو له یوې خوا به خلکو ته د تفریح کولو زمینه برابره شوې وي او بل خوابه ملي عواید ورباندې لوړ شوي وي.))

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان اسلامي امارت په راتګ سره خلکو د امن ساه اخیستې او هر څوک کولای شي، چې له خپلو دوستانو او ملګرو سره تفریحي ځایونو ته لاړ شي.

ن.ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته