ټولنه

زابلیانو د تېري پای ته رسېدو ورځ ونمانځله

کابل / د وږي ۹مه / باختر
په زابل کې سلګونه وګړي مرکزي څلورلارې ته راووتل او د تېري پای ته رسېدو ورځ یې په خوښیو ونمانځله.
مزمل چې د یادې ورځې نمانځنه کوي وايي چې ولس ۲۰ کاله زياتې قربانۍ ورکړې او د تېری کوونکو پر وړاندې یې مقاومت وکړ چې نن د خپلو قربانيو ثمره ګوري.
يو مجاهد ټول ولس ته د دغې تاريخي ورځي مبارکې ورکړه او زياته يي کړه چې بايد د الله (ج) حمد ووايو، ځکه دغه بريا الله (ج) د مجاهدينو په برخه کړه.
په ورته وخت کې د زابل د اطلاعاتو او فرهنګ ریيس حمدالله فطرت د اسلامي امارت په استازیتوب وویل چې افغانان به د اسلامي امارت تر چتر لاندې د سولې په فضا کې ژوند وکړي.
د مجاهدینو د بریا او غربي ښکېلاک د ماتې ورځ په ټولو ولایتونو کې د قرآن عظیم الشان په ختمونو او جشنونو نمانځل کېږي.
ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته