غزه کې د فلسطیني شهیدانو شمېر تر ۳۱ زرو واوښت

نړۍ، د کب ۲۱ مه، بهرنۍ رسنۍ
غزه کې د فلسطینۍ روغتیا ادارې چارواکو خبر ورکړی، چې دغې تړانګه کې د صهیونست پوځونو او فلسطیني جهادي ډلو ترمنځ روانه جګړه کې د شهیدانو شمېر ۳۱ او ۴۵ او د ټپیانوشمېر ۷۲ زره ۶۵۴ تنو ته رسېدلی دی.
دغه راز اسرایلي ځواکونو د روژې په لومړۍ شپه اقصی جومات ته د لمونځ کوونکو مخه نیولې ده.
د ځینو رسنیو د راپورونو په حواله دغه لمونځ کوونکي، چې شمېر یې لسګونو تنو ته رسېده، د اسرایلي ځواکونو له لوري زورول شوي او ځینې یې وهل شوي هم دي.
ورته وخت کې د اسرایلو لومړي وزیر نتانیاهو ویلي، چې دغې جګړه کې تر دا مهاله ۱۳ زره فلسطیني وسلوال وژل شوي دي، هغه ادعا چې فلسطیني جهادي ډلو په ځانګړي ډول حماس یې تر اوسه په اړه څه نه دي ویلي.