روژه او جګړه؛ نتانیاهو پر رفح ښار د برید طرحه تصویب کړې

نړۍ، د کب ۲۶مه، بهرنۍ رسنۍ

نن شنبې د روژې مبارکې پر شپږمه هم د غزې په بېلابېلو برخو کې جګړه روانه ده او د وروستیو راپورونو له مخې تر دا مهاله په کې شاوخوا ۴۰ تنه فلسطینیان شهیدان شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

ورته وخت کې د اسرایلو د صهیونست رژیم لومړي وزیر بنيامین نتانیاهو ویلي، غزه کې پر رفح ښار چې ۱،۵ میلیونه فلسطینیان په کې مېشت دي، د عملیاتو ترسره کولو طرحه تصویب کړې ده.

فرانسې او هالنډ د اسرایلو د دغې طرحې د پلې کولو پر خبرداری ورکړی او امریکا بیا د اسرایلو د دغې طرحې پر وړاندې له احتیاط څخه ډکې خبرې کړي دي.

دغه راز الجزیرې راپور ورکړی، چې حماس غورځنګ د اوربند د ټینګېدو لپاره نوي شرایط وړاندې کړي خو اسرایلي رژیم رد او پلاوی یې بیا ځلې دوحه کې دی، تر څو وکولی شي د خپلو اسیرانو د ورخوشې کولو او اوربند د ټینګښت په اړه یوه جامع پایله ترلاسه کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته