رووف مازو: له پاکستان او ایران څخه د افغان کډوالو جبري اېستل د نړیوالو اصولو خلاف او د اندېښې وړ موضوع ده

کابل، د مرغومي ۳۰مه، باختر
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست مولوي عبدالکبیر د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ له مرستیال رووف مازو او مل پلاوي سره کتلي دي.
یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په دې کتنه کې د افغان کډوالو پر وضیعت، د کډوالۍ پر دایمي حللارو، د کډوالو ښارګوټو ته د اسانتیاو برابرول، د افغان کډوالو د شته ستونزو په موخه له پاکستان او ایران سره د درې او څلور اړخیزو ناستو، او ګډو همکاریو په اړه خبرې شوې دي.
رووف مازو په دغه کتنه کې ویلي، که څه هم نړیوال مالي بحران د دوی په کارونو منفي اغېز کړی، خو هڅې روانې دي څو د کډوالو ستونزو ته د رسیدنې لپاره د اړتیا وړ بودیجه راجلب کړي.
هغه له پاکستان او ایران څخه د افغان کډوالو جبري اېستل د نړیوالو اصولو خلاف او د اندېښې وړ موضوع بللې او زیاته کړې يې ده، چې د کډوالو په برخه کې د ملګرو ملتونو ادارې کډوالو ته د ښارګوټو په جوړولو کې مرستو ته تيارې دي.
په ورته وخت کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست په دغه کتنه کې د افغان کډوالو د ستونزو د حل په برخه کې د نړیوالو همکارو او مرستندویه ادارو هڅې ستایلې.
ښاغلي مولوي عبدالکبیر په دغه کتنه کې همدارنګه ویلي چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت به هڅه وکړي، چې د راستنو شویو کډوالو او کورنیو بېځایه شویو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي او کېدونکې مرستې به په شفاف ډول اړمنو او مستحقو کسانو ته ورسېږي.
نوموړي زیاته کړې، چې هېواد ته د کډوالو راستنول خپل لومړیتوب بللی، خو د نوموړي په وینا چې وخت او فرصت باید په پام کې ونیول شي او کډوال له نړیوالو اصولو سره سم پخپله خوښه راستانه شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته