روسیې په اوکراین کې له شمالي کوریا څخه ترلاسه کړې وسلې کارولې دي

نړۍ، د مرغومې ۲۰ مه، بهرنۍ رسنۍ

د اوکراین، امریکا او انګلستان په ګډون لسګونو هېوادونو ادعا کړې، چې ګواکې د تېر کال د ډېسمبر پر ۳۰ مه او د روان کال د جنورۍ پر ۲ مه روسي ځواکونو په اوکراین کې د شمالي کوریا له لوري ترلاسه کړي بالستیک توغندي کارولي دي.

دغو هېوادونو د شمالي کوریا له لوري روسیې ته د وسلو ورکړه د ملګرو ملتونو له منشور څخه سرغړونه بللې او دغه ادعا شوې چاره یې غندلې ده.

دغو لسګونو هېوادونو د یوې ګډې اعلامیي په خپرولو سره ویلي، چې د شمالي کوریا دغه کړنه د اوکراینیانو کړاونه زیاتوي، له روسیې څخه ملاتړ څرګندوي او د اټومي وسلو د نه کارولو تړون کمزوری کوي.

دوی اندېښنه ښودلې، چې د شمالي کوریا دغه کړنه به  د هند ـ ارام سمندر، کوریا ټاپووزمې، اروپا او د شیمې پر امنیت بد اغېز وکړي.

د کرېملېن ویاند دیمیتري پسکوف بیا د یو خبري کنفرانس پر مهال په دې اړه د یو خبریال د پوښتنې په ځواب کې غلی پاتې شوی او څه یې نه دي ویلي  او د شمالي کوریا چارواکو هم په دې اړه څه نه دي ویلي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته