روسیې د هستوي وسلو د تاکتیکي ازمویلو لومړی پړاوو پیل کړی

نړۍ، د غبرګولي ۲ مه، بهرنۍ رسنۍ

د روسي رسنیو د راپورنو له مخې د دغه هېواد دفاع وزارت د اوکراین پولو سره نږدې سیمو کې د سکندر او کنزل توغندیو سربېره د هستوي وسلو تاکتیکي ازموینو لومړی پړاوو پیل کړی دی.

د روسیې دفاع وزارت د تمرینونو کره ځای نه دی په ډاګه کړی، خوښایي اوکراین سره پر پوله هغو سیمو کې ترسره شي، چې د روانې جګړې له پیل راهیسې اوکراین له لاسه ورکړې دي.

بلاروس چې د روسیې نږدې ملګری دی، ښایي په دغو تمریناتو کې برخه واخلي.

د روسیې ولسمشر پوتین مخکې تر دې ویلي و، چې د خپل هېواد اټومي وسلې په بلاروس کې ځای پر ځای کوي.

پوتین د دغو تمریناتو امر وروسته ترهغې ورکړ، چې د اوکراین لوېدیځو ملګرو له کیف سره د لا ډېرو مرستو ټټر وواهه.

د دغو تمریناتو د دویم پړاوو په اړه څه نه دي ویل شوي.

اوکراین بیا د لوېدیځ پر مټ جګړې ته دوام ورکوي، خو د ورستیو راپورنو له مخې ورځ تر بلې نوې سیمې له لاسه ورکوي او روانه جګړه کې د مسکو پر وړاندې ناکام برېښي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته