روسیې د دغه هېواد د تروریستي سازمانونو له نوملړ څخه د اسلامي امارت د ایستلو په تړاو ارزونه پیل کړې 

کابل، د وري ۱۴مه، باختر 

یو شمېر نړیوالو باوري رسنیو خبر ورکړی، چې د روسیې حکومت د دغه هېواد د تروریستي سازمانونو له نوملړ څخه د اسلامي امارت د ایستلو په تړاو ارزونه پیل کړې ده.

سرچینو همدارنګه ویلي چې په دې اړه وروستۍ پرېکړه به د روسي عالي سیاسي رهبري کوي.

نړیوالو رسنیو همدارنګه ویلي چې دمګړۍ د روسیې د عدلیې او بهرنیو چارو وزارتونه او نورو اړوند بنسټونه د هغه هېواد د تروریستي سازمانونو له نوملړ څخه د اسلامي امارت د ایستلو په موخه کار کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د اسلامي امارت استازو ته په کازان کې د روسیې-اسلامي نړیوال فورم کې د مې میاشتې له ۱۴څخه تر ۱۹مې پورې د ګډون بلنه هم ورکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته