روسیه په علمي او تخنیکي برخو کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو له ادارې سره همکاري کوي

کابل، د مرغومي ۳۰مه، باختر
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست مولوي غلام حیدر شهامت، په کابل کې د روسیې سفارت د فرهنګي برخې له مسئولینو سره کتلي دي.
باختر آژانس ته د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د معلوماتو له مخې؛ په دې کتنه کې مولوي شهامت، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې په اړه معلومات ورکړي او ویلي يې دي چې دغه اداره د تخنیکي او مسلکي زده کړو د وړاندې کولو لارې د افغانستان په اقتصادي وده او ځان بسیاینې کې مهم رول لوبوي.
هغه زیاته کړې چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره چمتو ده د حکومت د پالیسیو پر بنسټ، په تخنیکي او علمي برخو کې له روسیې سره هر اړخیزې همکارۍ ولري.
د روسیې سفارت د فرهنګي برخې مسئولینو هم څرګنده کړې چې هېواد یې چمتو دی د تخنیکي او مسلکي زده کړو له ادارې سره په بېلابېلو علمي او تخنیکي برخو کې همکاري وکړي.
هغوی د تخنیکي او مسلکي زده کړو له ادارې سره د ښوونیز نصاب د چاپ او نورو برخو کې هم د همکارۍ ژمنه کړې ده.