روسیه له امریکا سره خبرو ته چمتو ده؛ خو امریکا پر روسیې نوي بندیزونه لګوي  

 کابل/ د کب ١٨ مه / باختر

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت اعلام وکړ چې له امریکا سره خبرو ته چمتووالی لري؛ خو امريکا ویلي چې له خپلو اروپایي متحدینو سره پر روسیې نوي بندیزونه لګوي.

د انترفاکس خبري اژانس د روسیې د بهرنیو چارو وزارت له خولې د اوکراین په ختیځ کې د دوو جلا غوښتونکو سیمو (دونتسک او لوهانسک) د رسمیت پېژندلو وروسته وویل چې هېواد یې له امریکا سره خبرو ته چمتووالی لري.

د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ماریا خارووا وویل چې د دونتسک او لوهانسک د خپلواکۍ رسمیت پیژندنه به د مسکو پر خبرو اغیز ونه کړي، بلکې متحده ایالات باید چمتو  وي چې له روسیې سره خبرې وکړي.

ماریا خارووا دغه راز وویل چې په سختو شرایطو کې د امریکا متحده ایالاتو ته په درناوي، صادقانه خبرو اترو ته چمتو ده او هیله لري چې د دواړو هېوادونو اړیکې بېرته عادي حالت ته راوګرځي.

خو امریکا وايي چې پر اوکراین، امریکا، فرانسې، آلمان او بریتانیا یې د روسیې د غیر عادلانه بریدونو له امله ژمنه کړې چې پر روسیې نوي بندیزونه ولګوي.

دا په داسې حال کې ده چې د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې د اوکراین جمهور رییس ولادیمیر زلینسکي له روسیې سره له خبرو نه ډاریږي.

| ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته