خبرونهنړۍ

روسي ځواکونو په تېره یوه اوونۍ کې د خارکیف ۱۲ ښارګوټي نیولي دي

نړۍ، د غوايي ۲۹ مه، بهرنۍ رسنۍ

د روسیې دفاع وزارت پرون جمعه خبر ورکړی، چې د تېرې یوې اوونۍ په جریان کې یې د اوکراین په خارکیف ښار کې ۱۲ ښارګوټي نیولي دي.

یاد وزارت زیاته کړې، چې د دغو عملیاتو پر مهال یې له ډرون الوتکو او نورو دقیقو وسلو څخه په استفادې ۲۸ ډلیزې حملې کړې دي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي روسي ځواکونه د خارکیف ښار په تخریبولو او دغه راز  عامو خلکو په وژنو تورن کړي، خو روسي ولسمشر ویلادیمیر پوتین چین ته د سفر پر مهال خبریالانو سره په خبرو کې ویلي، چې پر خارکیف برید یې د اوکراین له لوري پر بلګراډ ښار د توغندیزو بریدونو په ځواب کې پیل کړی او کرېملېن د دغه ښار د نیولو پلان نه لري.

د یادونې وړ ده، چې خارکیف د اوکراین دویم ستر ښار دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته