نړۍ

روسيې په اووه ډله کې دبيا غړيتوب وړانديز رد کړ.

 مسکو ايرنا باختر د وږي د مياشتې  ١١  :
د روسيې حکومت په اووه ډله  ياد جي _ ٧  په نامه  دنړۍ دمهمو صنعتي هېوادونو په ډله کې  دروسيې دبيا پيوستون دزمينو دڅيړنې لپاره  دآلمان   وړانديز رد کړ.
دايرنا دخبري آژانس دخبرله مخې :   روسيه له  ١٩٩٩ ميلادي کال څخه  د    جي – ٨  غړى و. چې په  ٢٠١٤ ميلادي کال کې داوکراين دبحران له پيل او     له روسيې سره  دکريميا دټاپو وزمې  دالحاق له موضوع وروسته  د جې  _ ٨ دنورو غړو په تصميم سره  ګوښه کړاى شو.
دآلمان دبهرنيو چارو  وزير فرانک والترشتاين ماير  په روانه اوونۍ کې اعلام
وکړ چې  دنړۍ  له مهمو صنعتي هېوادونو په ډله کې دروسيې بيا ستنيدل داوکراين  او سوريي دمسئلو په حل او  فصل کولو مشروط دي.
دکريملين دماڼۍ وياند ديميتري پسکوف  دآلمان  ددغه شرط په غبرګون  او دهغه په ردولو اعلام  وکړ چې روسيه په اوسنيو شرايطو کې  د جي _ ٢٠ دډلې په چوکاټ کې له همکاريو څخه خوښ دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته