روسيه : له افغانستان څخه دبهرنيو ځواکونو په وتلو سره به تروريستي فعاليتونه زيات شي .

مسکو باختر د لړم پنځلسمه :
  دروسيې يو امنيتي مامور ويلي دي له افغانستان څخه دنړيوالو ځواکونو په وتلو سره ښايي په دغه هيواد کې تروريستي فعاليتونه زيات شي او دغه فعاليتونه مرکزي  اسيا ته  هم خپريږي .
دروسيې دفدرال امنيت دادارې رييس الکساندر بورت ينکوف دقزاقستان په پايتخت استانه کې دټولګټو  هيوادونو دامنيتي اواستخباراتي ادارو دمشرانو په غونډه کې وويل :ددې ويره شته چې له افغانستان څخه دنړيوالو ځواکونو په وتلو سره په دغه هيواد کې تروريستي فعاليتونه زيات شي او ټولګټو هيوادونو ته هم ګواښ رامنځته کړي .  بورت نيکوف  زياته کړه، طالبان او نور بنسټ پالې ډلې چې د ډيورند کرښي اخوا په قبايلي  سيمو او افغانستان کې ځاى پرځاى دي ښايي دداعش دډلې په شان فعاليتونو لاس پورې کړي .
دروسيې دفدرال امنيت دادارې رييس زياته کړه، ټولګټې  هيوادونه بايد په ګډه کاروکړي اوګټورې لارې ولټوي چې له افغانستان څخه دنړيوالو ځواکونو له وتلو وروسته په مرکزي اسيا کې دبنسټ پالو ډلو دفعاليت دپراختيا مخه ونيسي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته